歌詞![編集](https://s.pximg.net/source/dic/images/icon_edit_partial.svg?20120424)
ساتو يې پۀ سرو وينو، دا د شهيدانو کور
دا د باتورانو کور، دا د باتورانو کور
ستا کاڼي او بوټي ټول، مونږه ته لعلونه دي
وينه پرې توی شوې ده، سرۀ لکه گلونه دي
کله يې څوک نيولای شي؟ دا دی د زمريانو کور
دا د باتورانو کور، دا د باتورانو کور
تا به تل آزاد ساتو، څوچې وي ژوندون زمونږ
ستا تاريخ به ياد ساتو، څوچې وي ژوندون زمونږ
دې کښې به بازان اوسي، دا دی د بازانو کور
دا د باتورانو کور، دا د باتورانو کور
ای گرانه وطن زما، ځار شمه لۀ تا نه زۀ
ای ښايسته چمن زما، ځار شمه لۀ تا نه زۀ
خلاص که لۀ انگرېز نه وو، شو د اورسانو گور
دا د باتورانو کور، دا د باتورانو کور
ډېرۍ ککرۍ گوره، پاتي د روسانو شوې
شنډېدۀ هر يو دښمن، واړۀ ارزوگانې شوې
هرچا ته معلوم شولو، دا د افغانانو کور
دا د باتورانو کور، دا د باتورانو کور